د مالیې وزارت وایي، د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د روان کال له پیله راهیسې د خپلو فعالیتونو لا پراختیا په موخه له ۱۴ دولتي او خصوصي ادارو سره د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې اته کسان د کا او ذیکب له څه باندې ۴۳۵۰۰ ټابلیټونو سره نیولي دي.
د دفاع وزارت سرپرست وایي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې په شوو بریدونو کې له بهرنیو، په ځانګړېتوګه د تاجکستان او پاکستان له اتباعو کار اخیستل شوی چې لسګونه یې وژل شوي او نیول شوي دي.
د برېښنا ریاست وایي چې د نغلو د برېښنا تولید فابریکې دویم ټوربین له اساسي رغونې وروسته بېرته فعال کړی او د دغه ټوربین برېښنا یې له شبکې سره وصل کړې ده.
ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د انټرپول پولیسو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې نیولی خو د هغه دفتر دا اوازې ردوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسیا برخې مسوول افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې له نړۍ غوښتي چې باید پر افغانستان تمرکز له لاسه ورنه کړي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د جعلکارۍ مخنیوي او جعلکارانو ته د سزا ورکولو طرزالعمل یې تایید کړی چې له مخې به یې جعلکارانو ته له شپږو میاشتو تر اوو کلونو سزا ورکړل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، د پاکستان په ګډون څلورو هېوادونو ته خپل سفر پيلوي او هلته به له خپلو شریکانو سره د کډوالو خوندیتوب او بیامېشتېدنې ترڅنګ پر نور بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځهکلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړی چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د ۳،۸ میلیارده ډالرو په لګښت د برېښنا د تولید شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شي.
د افغانستان د سترې محکې په بېلابېلو برخو کې لس نوي رییسان او دوه د دې محکمې د دارالافتاء غړي ټاکل شوي دي.
هند کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیپلوماتانو دندې یې پای ته رسېدلې او دغه ماموریت یې د هند حکومت ته سپارلی، خو دوه نور ډیپلوماتان وایي چې د سفارت مشري دوی پر غاړه اخیستې ده.
ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.