د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسيدو لپاره یې زدهکړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.
اسلامي امارت اقصی جومات ته «د اسراییلیانو ننوتل او دغه جومات بې حرمتي» غندي، وایي دغه کار د نړۍوالو اصولو خلاف دی او باید دا ډول کړنې ژر ودرول شي.
مالیې وزارت وایي، په تورخم ګمرک کې یې د لیټیوم او بیروج په ګډون د څه باندې زر کیلوګرام قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
لوړو زدهکړو وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره یې لویو پوهنتونونو ته په نوي تشکیل کې د څېړنو معاونیت منظور کړی چې د څېړنې په برخه کې به په خپلواک ډول کار کوي.
د پاکستان په سیند ایالت کې د پولیسو او انسانتښتوونکو ترمنځ نښته کې شپږ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د افغانستان مالیې وزارت وایي، د مالیاتي قوانینو مسوده یې له شرعي اصولو سره سمه جوړه کړې او د اصلاحاتو په موخه یې په انلاین او حضوري بڼه په ملي کچه نظرپوښتنې ته وړاندې کوي.
د استخباراتو ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د انسانتښتوونکو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې یو ماشوم یې له تښتولو وروسته وژلی و.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلېدو او تهران کې د عربستان سفارت پرانیستو پر میکانیزمونو د بحث لپاره د دغه هېواد تخنیکي پلاوی ایران ته تللی دی.
کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې،
کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان ازاد او هېواد
کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو برخې مسوولین وايي، د دې میاشتې په اوږدو کې یې تخنیکي ټیم د پولیو
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، روان کال د هېواد په کچه په طبیعي پېښو کې څه باندې ۳۲۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده او نږدې ۳۳۰۰۰ کورونه بشپړ یا نیم ویجاړ شوي دي.