Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه دیني عالم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو د مدیریت ۲۲ وړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د کوفاب ولسوالۍ د «غزون» او «دراج» سیمو اوسېدونکو ترمنځ درې کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومت سره په همکارۍ په دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي یو نوی فرعي سړک جوړ کړی دی.
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ځايي خلک په خپل شخصي لګښت د برېښنا یو کوچنی بند جوړوي.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، دغه ولایت کې یې د کوکنارو د کښت په تړاو ۳۱ بزګران نیولي دي.
د بدخشان د راغستان ولسوالۍ مسوولین وايي، څلور ماشومان چې غوښتل یې په دغه ولسوالۍ کې له یوه کلي بل ته ولاړ شي، درې تنه یې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله یوه ښځه او یو سړی مړه شوي دي.
بدخشان کې بڼوال د خپلو محصولاتو ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دوی ته معیاري سړې خونې جوړې کړي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د کشم ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان پولیس وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې د سېلاب راتلو له امله یو کس مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP