Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
دوه امریکایي ګرځندویان چې بدخشان ته یې سفر کړی، وايي، د بدخشان ښکلاوې او د افغانستان د خلکو ښېګڼې چې په خپلو سترګو یې لیدلې، د نړۍ له نورو ګرځندویانو سره هم شریکوي.
د بدخشان ځایي مسوولینو د محصلینو د تحقیقاتي وړتیاوو لوړولو په موخه د دغه ولایت د پوهنتون او کرنې ریاست ترمنځ د یوه هوکړهلیک له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
بدخشان کې د واورې اورېدو او واورې ښویېدنې له امله د دغه ولایت له مرکز فیضاباد سره د دروازها پنځو ولسوالیو لارې له پرون راهیسې د شکي ولسوالۍ په «ده خواه» سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د زرمینځلو کارځای لوېدو پېښه کې دوه کان کیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بدخشان د مرکز فیضاباد – کشم ولسوالۍ عمومي لاره چې نن سهار په درېیو برخو کې د سختو واورو له امله بنده شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو جلا پېښو پایله کې دوه کسان مړه شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د ځایي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شلکلنه دښمني پای ته ورسېده.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP