Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بدخشان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځنې یوې کارخونې چت لوېدو له امله دوه کانکیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې د توپان او سختې ږلۍ ورېدلو له امله د سیمې د خلکو لسګونه څاروي تلف شوي دي.
بدخشان کې ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې یو کس چې تیږي یې ماتولې، یوې تیږې ته د چاودنې ورکولو پر مهال وژل شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د تېرو جګړو او او طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت تاریخي ابداتو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
بدخشان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوی وايي، د یاد ولایت پېژندلی عالم مولانا میرزاشاه اخګر لس د قلم فرهنګي او لرغوني اثار چې له ۱۰۰ کلونو ډېر قدامت لري، په ملي موزیم کې ثبت شوي دي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله د موږکانو دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست له ناروې کمېټې او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) سره په همکارۍ، په دغه ولایت کې د ملخانو افت پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل کړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بدخشان ولایت کې سلګونو بېځایه شوو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده؛ دغه ماشومان د درس وېلو زمینې له برابرېدو خوښ دي خو د معیاري ټولګیو جوړېدو او درسي توکو غوښتنه کوي.
د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله ۵۰ کورونه قسمي تخریب شوي او یو کس ټپي شوی دی.
د بدخشان د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رییس د ښځو او نجونو یوې ځانګړې دیني مدرسې په پرانیستغونډه کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین نجونو او ښځو ته د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو هڅې کوي.
د بدخشان ولایت اوسېدونکې ۱۶ کلنه وسینا چې د خپل ښوونځي له لومړي تر لسم ټولګي اول نمره وه او د قرانکریم حافظه هم ده، د اسلامي امارت له رهبرۍ غواړي چې په نوي ښوونیز کال کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP