ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی

بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی

author avatar
11 Oct 2023 - 19:22
بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی
author avatar
11 Oct 2023 - 19:22

فیض‌اباد (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګرې وايي، که څه ‌هم چې د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، خو له تاجکستان سره پر پوله د دې ولسوالۍ د ګډ بازارګي پرانیستو یې د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی.

په اشکاشم ولسوالۍ کې د ښځو د مارکېټ مدیرې شیما نعیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله د ګډ بازارګي له پرانیستلو سره د دوی د لاسي صنایعو پلور د مخکې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د هغې په وینا، د سوداګرو ښځو ګډ بازارګي د اشکاشم ولسوالۍ خلک بازار ته د لاسي صنایعو وړاندې کولو، د سیمه‌ییزو خوړو او د لبنیاتو چمتو کولو ته هڅولي دي.

هغه زیاتوي چې د لاسي صنایعو دغه مارکېټ په هېواد کې له سیاسي بدلون څو میاشتې مخکې د سوداګرو ښځو پر مخ پرانیستل شو چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو په مراعاتولو سره د ښځو، نجونو او سیلانیانو پر مخ پرانیستی دی.

هغې زیاته کړه: «په لومړیو کې مې وکولای شو چې ۶۰ ښځې پر کار بوختې کړم، خو د وخت په تېرېدو سره د محدودیتونو لګولو، مارکېټ ته د نارینه‌وو پر ورتګ د بندیز او د پېرېدونکو نشتوالي د فعالیت دوام ته د ښځو لېوالتیا کمه کړې وه، خو له نېکه‌مرغه له یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله د ګډ بازارګي له پرانیستو سره یې د کاروبار بازار غوړېدلی دی.»

هغې زیاته کړې، هغه لاسي صنایع او ښځینه ګاڼه چې دوی یې چمتو کوي، هره اونۍ یوه ورځ (شنبه) د نارینه‌وو له لوري په دغه ګډ بازارګي کې نندارې ته وړاندې کېږي.

نوموړې زیاته کړې چې ښځې د مخکې په پرتله له خپلو فعالیتونو خوښې بریښي.

نعیمي وویل چې دمګړۍ په دغه ګډ بازار کې له ۳۰ ډېرې ښځې ډول ډول سیمه‌ییز خواړه، ښځینه جامې، ګاڼه، کرنیز او لبني محصولات چمتو او بازار ته وړاندې کوي، هیله لري چې په اشکاشم ولسوالۍ کې د افغانستان اړوند کډ بازارګي ښځینه سوداګرو ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شي.

هغې ټینګار وکړ، هېواد کې له سیاسي تحول وروسته، ځینو موسسو او انجوګانو په پرله پسې توګه له دغه بازاره لیدنه کړې، خو دوی تر اوسه یې له هیڅ بنسټ عملي مرسته او ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

نوموړې له موسسو غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او حکومت به هم په ګډ بازارګي کې د دوی د لاسي صنایعو لپاره د پلور ځای برابر کړي.

د شایستې په نوم یوه هټۍ‌واله وایي، باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او اسلامي امارت باید ښځو ته د کاري پروژو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

هغه هیله لري چې په ګډ بازارګي کې خپل محصولاتو د پلور لپاره نندارې ته وړاندې کړای شي، څو کاروبار یې پرمختګ وکړي.

ورته مهال، د بدخشان د سوداګرۍ او صنعت رییس مولوي سیف‌الرحمن د دغه ولایت صنعت‌کارانو د فعالیتونو په برخه کې یو لړ خنډونه مني او وايي، څه چې هغوی د بدخشان بومي لاسي صنایعو د پرمختګ په موخه غواړي، تر اوسه نه دي پوره شوي خو هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بدخشان او تاجکستان د سرحدي ولسوالیو په پنځو لورو کې د ګډ بازارګي له پرانیستل کېدو سره د لاسي صنایعو پلور ښه شوی دی.

هغه وویل، د پاکستان چترال سیمې سره د زیباک ولسوالۍ د توپخانې بندر چې کار پرې روان دی، د پرانیستل کېدو سره به د ځايي لاسي صنایعو لکه، ټغر، غالۍ، تاقین، بېلابېل جاکټونو او ګاڼو د پرمختګ او پلور زمینه برابره شي.

هغه د اشکاشم ښځینه سوداګرو د غوښتنو په اړه وايي، د هغوی لپاره به د اشکاشم ولسوالۍ په ګډ بازارګي کې مناسب ځای پیدا کولو په اړه د اسلامي امارت له مسوولینو سره وغږېږي څو د لاسي صنایعو د پلور زمینه ورته برابره شي.

هغه مني چې تر اوسه هیڅ نادولتي بنسټ د بدخشان له صنعتګرو سره مالي او فني مرسته نه ده کړې، خو هڅه کوي، هغه کسان چې د ځايي لاسي صنایعو د ودې په برخه کې کار کوي، د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته وروپېژندل شي.

Visits: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.