د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا اته میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د ورور له ۲۵ کلن زندان څخه ژغورل شوې مېرمن نېکبخته د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د یوه هېواد د اقتصاد او سیاست پر پښو درېدو او له نړۍ سره یې د سیال کېدو یوازېنۍ لار د ټولو پر مخ د زدهکړو دروازو خلاصېدل دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه کې په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تائید شوه.
د امریکا له ګوانتانامو زندان زندان څخه خوشې شوي دوه تنه افغانان په عمان کې له اوه کلنۍ نظر بندۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستنېږي.
ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند په توګه ګومارل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د کړکېچ نړۍواله ډله وایي، د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ برخو کې د تعامل په لټه کې دي او لوېدیځ هېوادونه باید د دې ارزښتناکې هڅې مخه ونه نیسي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، سبا په کابل کې د ګاونډیو او سېمهییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «د افغانستان د سېمهییزې همکارۍ ابتکار» غونډه جوړیږي.
د خوړولو او درملو ملي اداره وایي، په بلخ ولایت کې یې دوه ټانکره او ۴۷۰ بېلره بېکیفیته غوړي کشف او ضبط کړي دي.