ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

حقاني د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

author avatar
5 Mar 2024 - 11:32
حقاني د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
author avatar
5 Mar 2024 - 11:32

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې حقاني په دې لیدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دواړو لورو افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت هم خبرې وکړې.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.