د افغانستان او روسیې پلاوو د نفتي موادو او ګازو د پېرولو د تړون پر جزیاتو خبرې کړې دي او روسیې ویلي، کولی شي چې افغانستان ته ډېر نفتي مواد او اوبلن ګاز صادر کړي.
چارواکي د سرپرست حکومت لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډه کې وايي، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثيت لري؛ حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی دی او که څوک د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره نظام تخریبوي، «لوی مجرم» به وي.