Language

  استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیون استرالیایي ډالر مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیون استرالیایي ډالر تازه مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) نن په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې له دغه ۱۱ میلیون استرالیایي ډالرو مرستې سره، استرالیا د څو کلن بسپنه‌ورکوونکي په توګه، د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره له پیل راهیسې د ۶۳ میلیونه استرالیایي ډالرو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان د سختو اقتصادي ستونزو له امله مرستو ته اړ دي او د افغانستان سرپرست حکومت هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره مرستې وکړي.