د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر درمسال برید کې د درېیو بریدګرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د پولیسو یونیفورم د وېش له بشپړېدو وروسته هیڅ پولیس حق نه لري چې پر چیکپاینټونو په شخصي جامو کې ودرېږي.
د روسي کمپنیو یو ګروپ غواړي په افغانستان کې بادي، ګازي او د اوبو ټوربینونه جوړ کړي او د ډبرو له سکرو تر ۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
بې پولې خبریالان په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د ۱۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي او له حکومته غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون د عملي کولو په تړاو خپلو اعلان کړو ژمنو ته درناوی وکړي.
. . .
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې درې کسیزه پلاوی د خواف ـ هرات رېلپټلۍ د درېیمې برخې ترمیم د پاتې چارو د بیا پیل په تړاو د خبرو لپاره ایران ته ولاړ.
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار بېرته له هندوستانه کابل ته راستون شو.
د چارو اداره وایي، د «قوشتېپې کانال» ته د ځانګړې شوې بودجې د لګښت او د دې پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره د څار کمېټه جوړېږي.
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالې او