Language

کابل کې یو کس له ۱۴زره «کا» ټابلیټونو سره نیول شوی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې یو کس له ۱۴زره نشه‎یې ټابلیټونو سره نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو، دغه کس د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی.

کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شوي کس څخه ۱۴زره «کا» ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ترلاسه شوي نشه‌یي ټابليټ څه باندې دوه میلیونه افغانۍ ارزښت لري.

[/restrict]