د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دوه افغان کډوال د عراق د بصرې ښار له زندان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لېدنه کې په افغانستان کې د دغه هېواد له لوري د ځینو نابشپړو پروژو د چارو بشپړېدو په اړه خبرې کړي دي.
بلخ کې د «ازاد» په نوم د یوې سیمهییزې راډیو مسوولین وایي چې له شاوخوا یوې لسیزې فعالیت وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله د دې راډیو خپرونې ځنډولې دي.
د راپورنو له مخې، د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې تر ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د جرمني په مانهیم ښار کې یوه کس د پلي پر روانو خلکو موټر خېژولی چې له امله یې دوه کسانو وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې یې درېیو کسانو ته د نشهیي توکو د پېر او پلور په جرم تعزیري سزا ورکړه.
د مایکروسافټ شرکت وایي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې د سکایپ خدمات بندوي.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
د امریکا محده ایالتونو پر اسرائیل باندې د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
اسلامي امارت د خیبرپښتونخوا په حقانیه مدرسه کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او د پېښې قربانیانو له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د کار چارو معین په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو له استازو سره بهرنیو وګړو ته د کاري وېزو د ورکړې بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.