کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دوه افغان کډوال د عراق د بصرې ښار له زندان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو هڅه کوله چې له ایران څخه په ناقانونه توګه عراق ته ولاړ شي، خو د عراق پولیسو له لوري په سرحدي سیمه کې نیول شوي وو.
یاد وزارت لیکلي چې دغه دوو افغانانو درې میاشتې د بصرې ښار په زندان کې تېرې کړې او تېره ورځ له دغه زندانه خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روان کال په تله میاشت کې هم ویلي وو، درې افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP