د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له اریانا او کاماير هوایي شرکتونو سره د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک شو.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) د میدانوردګو ولایت د پوهنې له ریاست سره د څه باندې ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي و اداري توکو مرسته وکړه.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د جرمونو پر نړیواله محکمه بندیز لګولی خو یادې محکمې دغه بندیز غندلی او ویلي یې دي چې د دغه بندیز موخه د دوی د خپلواک او بېپرې عدلي کار زیانمنول دي.
د راپورونو له مخې، د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستان ته د لېږدول شویو چورلکو له جملې اووه بلکهاک چورلکې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کمال خان بند درېیم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د راپورونو له مخې، سویډن کې پر یوه ښوونځي وسلهوال برید کې لږ تر لږه د بریدګر په ګډون لس تنه وژل شوي دي.
د اغا خان پرمختیایي بنسټ او د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر، کریم آغا خان د ۸۸ کالونو په عمر د پرتګال په پایتخت لیزبن کې مړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د روان کال په جنوري او د تېر کال په ډسمبر کې یې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او ارشاد حج او اوقافو وزارتونو سرپرست وزیرانو ته د سفر معافیتونه غځولي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د پریکړي په اساس د بیګم راډیو خپرونې د نشراتي پاليسۍ څخه د سرغړوني او د جواز د ناسمي کاروني له امله وځنډول شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیاله غوښتي د بشري مرستو په وېش کې دې شفافیت رامنځته کړي او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو خلکو ته کار پیدا او د ژوند په مهمو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته شي.
یوناما او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې د اسلامی امارت یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپی شوی دی.
ستره محکمه وایی، د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.