د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هغه مهال لا وده کولای شي چې د دواړو هېوادونو د اتباعو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وایي، د جاپان په مالي ملاتړ یې په بلخ او اروزګان ولایتونو کې د کلیوالي سیمو خلکو د ملاتړ لپاره یو کلن پروګرام پیل کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر بېمسوولیته خبرې ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د هغه نا خبري بولي.
د امریکا پوځ وايي، یمن کې یې د سور سمندر د پاسه په خطا سره خپله یوه جنګي جټ الوتکه ویشتلې اود الوتکې د عملې دواړو غړو د پراشوټ له لارې ځانونه ژغورلي، خو یو یې برسېرن ټپي شوی دی.
د اسلامي امارت مشرتابه د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه فرمان ورکړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې قاچاق کوونکي ونیسي او د سزا ورکولو لپاره یې نظامي محکمو ته ور وپېژني.
د راپورونو له مخې، د برازیل په جنوبختیځ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳۸ مړه شوي او اته تنه ټپیان دي.
د ا.ا مشرتابه په یوه تازه فرمان کې سترې محکمې ته سپارښتنه کړې چې د مرکز په تشکیلاتو کې دې اړتیا او د اړوندو قضیو تراکم ته په کتو د تقاعد حقوقو اختصاصي محکمې جوړې کړي.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز ویلي، «د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی» او د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.
اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت په انزوا کې نه دی، دا مهال له ګڼو هېوادونو سره اړېکې لري او نور هیوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د اشرف غني او حامد کرزي په ګډون ځینو افغان سیاستوالو د کابل – کندهار پر لویه لار د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
اسلامي امارت په غزني ولایت کې د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او اړوندو ارګانونونه ته یې سپارښتنه کړې چې دواړه پېښې وڅېړي، علت یې معلوم کړي او د داسې ناورینونو د تکرار مخه دې ونیسي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ترکي پانګوالو د دغه وزارت له مرستیال سره په ليدنه کې له افغانستانه خپل هېواد ته د ممیزو واردولو ته لېوالتیا وښوده.