د کویټ امیر شيخ نواف الاحمد الجابر المبارک الصباح د ۸۶ کلونو په عمر ومړ او اسلامي امارت د هغه د مړینې له د یاد هېواد له خلکو سره خواخوږي وښوده.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د چاپان له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، نړیوال ټولنه باید د نشهیي توکو په کنټرول کې له افغان کروندګرو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړی.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د تونل دننه برخې د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې او ځینې نورې پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي چې په نږدې ورځو کې به یاده لار د ترافیکي پر مخ پرانیستل شي.
د چارو اداره وایي، د ملي تدارکاتو ریاست برېښنایي سیسټم یې پرانېستی چې ورسره به د نورو اسانتیاوو سربېره د ملي تدارکاتو بهېر کې په بشپړه توګه رونټیا رامنځته شي.
پر ټولنیزو پاڼو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کسانو د بېوسلې کولو په اړه یو «مکتوب» لاس په لاس کېږي، خو اسلامي امارت او حزب اسلامي وایي چې دغه مکتوب جعلي دی.
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې رییس څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د هېواد په ټولو بندورنو کې د نفتي توکو لابراتوارونه فعال دي او ایران دې د خپلو صادراتي توکو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت په سروبي او مټاخان ولسوالیو کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د مسعینک کان قراردادي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، د دې پروژې د چټکټیا په موخه اړتیا ده چې د اوبو او برېښنا، کانونو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
د کابل ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم او په شفاف ډول د عوایدو ټولولو په موخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې بلبورډونه او ګرځنده پلورونکي په یوه برېښنایي سیسټم کې ثبتېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په غزه کې له اوربند سره د متحده ایالتونو مخالفت غندلی او ویلي یې دي چې دغه هېواد بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
کابینې یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د سرطاني او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وایي، د ګلبهار – پنجشېر اوبو بند د بودجې د تمویل لپاره هڅې روانې دي او د جوړولو چارې به یې په راتلونکي کې پیل شي.