د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون، راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې دی او د هغوی لپاره یې ځینې تشویقي مالیاتي موارد په پام کې نیولي دي.
کابینې د پوهنتونونو او ښوونځیو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د نوو نصابونو جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د نرخونو کنټرول له کمېسیون څخه یې هم غوښتي چې د افغانۍ ارزښت لوړوالي ته په کتو د بیو کنټرول په اړه لازم اقدامات وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه کلنی راپور ښیي چې د القاعده ډلې عناصر، داعش او پر سیمه «متمرکزې ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان کې فعالې دي، خو ا.ا دغه راپور ردوي او وایي، تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له ترکمنستان سره د انتقالاتو د زیاتېدو، د سوداګرو د ستونزو حل او د لا ښې همغږۍ په موخه د دواړه هېوادونو اوسپنې پټلۍ له مسوولینو څخه یو ګډه کمېټه جوړېږي.
د کور او ښار جوړونې سرپرست وزارت په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې ترې غوښتي چې د «نوي کابل ښار» پروژه کې پانګونه وکړي او نور چیني پانګوال هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې او په دې برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان په تړاو چې هره غونډه جوړېږي باید د افغان حکومت استازو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو درې زره بند پاتې کانټینرونو ته د ترانزیټ اجازه ورکړل شوه او د لېږد بهیر یې پيل شو.
مالیې وزارت وایي، د غیر انتفاعي موسسو لپاره د مالیاتي معافیتونو بهېر په انلاین بڼه شو او له دې وروسته د یادو کورنیو او بهرنیو موسسو استازي کولی شي چې په لنډ وخت کې د مالیاتي معافیتونو بهېر طي مراحل کړي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۲۱ ټانکره بېکیفیته تېل له فراه او اته ټانکره یې له نیمروز څخه بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره ګډ امنیتي پلان د جوړښت په موخه لومړۍ ګډه غونډه کړې او دغه پلان به له منظورۍ وروسته ټولو اړوندو ادارو ته واستول شي.
افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي او د کارګرو ماشومانو شمېر تر نورو ولایتونو په خوست، بامیان او هلمند کې ډېر او په کابل، بدخشان او لغمان کې کم دی.