ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار جوړونې وزارت له چین څخه غوښتي چې د «نوي کابل ښار» پروژه کې پانګونه وکړي

د ښار جوړونې وزارت له چین څخه غوښتي چې د «نوي کابل ښار» پروژه کې پانګونه وکړي

author avatar
1 Dec 2023 - 14:02
د ښار جوړونې وزارت له چین څخه غوښتي چې د «نوي کابل ښار» پروژه کې پانګونه وکړي
author avatar
1 Dec 2023 - 14:02

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د کور او ښار جوړونې سرپرست وزارت په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې ترې غوښتي چې د «نوي کابل ښار» پروژه کې پانګونه وکړي او نور چیني پانګوال هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د «نوي کابل ښار» پروژه کې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ بشپړه او د شکردرې، استالف، قره‌باغ، کلکان او بگرام ولسوالیو یو شمېر سیمې شاملېږي چې د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د وران کال په زمري میاشت کې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې او په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.

د کور او ښار جوړونې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو د مخینې په تړاو او د دغه اړیکو په لا پیاوړتیا او ټینګښت خبرې وشوې.

دغه راز نعماني په کابل کې د چین هېواد د هستوګنیزې پروژې «نیله باغ» د عملي چارو بیا پیل برخه کې هم له هغوی مننه وکړه او ویلي یې دي چې باید له ژمنې سره سم د یادې پروژې چارې ګړندۍ شي څو یې ولس محسوسه پایله وګوري.

د ښار جوړونې سرپرست وزیر د یاد وزارت مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې د چین له سفیر د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي که دغه چاره په کابل کې ترسره شي؛ ځکه به ښه وي چې ډېر کاروونکي ترې ګټه پورته کړي.

هغه دغه راز له چیني پلاوي غوښتنه کړې چې د نوي کابل ښار په پروژه کې پانګونه وکړي او نور چیني پانګوال هم په یاده برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

نعماني په افغانستان کې د چینایي کارکوونکو د امنیت خوندیتوب برخه کې چنیي لوري ته ډاډ ورکړ او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ته د دوی د امنیت خوندیتوب لومړیتوب لري.

په کابل کې د چین سفیر جاوشینګ ویلي، اوسمهال ژمی دی، خو د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې به د «نیله باغ» پروژې چارې ګړندۍ کړي او تمه لري چې په څو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

هغه ویلي، د وزارت کار کوونکو د ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د مسکن برخه کې د ستونزې حل موضوعاتو کې به معلومات له خپل حکومت سره شریک او په تړاو به یې وزارت ته بېرته معلومات ورکړي.

په کابل کې د چین سفیر دغه راز ویلي، د کور او ښار جوړولو وزارت له رهبرۍ سره به په ګډه ټولې رغنیزې چارې پر مخ بیایي.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.