ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو کار کوي

افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو کار کوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي او د کارګرو ماشومانو شمېر تر نورو ولایتونو په خوست، بامیان او هلمند کې ډېر او په کابل، بدخشان او لغمان کې کم دی.

دا په داسې حال کې ده چې روغتیا ته په زیان‌رسوونکو کارونو د ماشومانو ګومارل منع دي، خو د افغانستان حکومت وایي، په دې برخه کې یې ځیني اقدامات کړي او نورې هڅې هم روانې دي.

د پژواک د موندنو مهم ټکي:

  • افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي.
  • بې‌وزلۍ ځیني ماشومان اړ کړي چې ښوونځی پرېږدي او سختو کارونو ته مخه کړي.
  • ځیني ماشومان د ۱۵۰ افغانیو په بدل کې ۱۲ ساعته کار کوي.
  • د کار قانون: روغتیا ته په زیان‌رسوونکو کارونو کې د ماشومانو ګومارل ممنوع دي.
  • سخت کارونه ماشومان له روغتیایي ستونزو سره مخ کوي.
  • تېرې جګړې او بې‌ثباتۍ کار ته د ماشومانو اړ کېدو لاملونه دي.
  • حکومت: د ماشومانو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې دي.

کارګر ماشومان له خپل سخت ژونده سرټکوي

د کونړ ولایت اوسېدونکی شپاړلس کلن دعوت‌الله له شپږو کلونو راهیسې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند په صنعتي پارکونو کې د بوټانو جوړولو په یوه فابریکه کې کوي.

هغه وايي چې مور، پلار، درې وروڼه او پنځه خویندې یې کونړ کې اوسي، خو دی – چې په وروڼو او خویندو کې یې تر ټولو مشر دی ـ شپږ کاله مخکې د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله اړ شو چې کابل ته راشي او دلته کار پيل کړي.

هغه وایي: «دلته ۱۲ ساعته کار کوو، سهار څلور بجې پورته کېږو، تر مازدیګر څلور بجو، بوټانو ته رنګ ورکوو، بیا یې کارتن کوو، بیا یې بوجۍ ګانې کې اچوو، بیا هغه ډکې بوجۍ ځیني ګودام کوو او ځيني هم موټرو ته پورته کوو، کار سخت دی، خو مجبوریت دی څه وکړو.»

دعوت‌الله زیاتوي چې ډېری وختونه په کال کې دوه ځلې په اخترونو او کله کله هم له میاشتو میاشتو وروسته چې په شرکت کې کار نه وي د څو شپو ورځو لپاره کور ته ځي، نور په همدغه شرکت کې اوسېږي او د میاشتې تر څلور زره افغانۍ ترلاسه کوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله ښوونځي ته هم تللی وایي: «مکتب وخت ته نه یو پاتې شوي، له کله مې چې مې ښه او بد پېژندلي، کار ته مې مخه کړې ده.»

داسې نه ده چې دعوت‌الله له زده‌کړو او ښه ژوند سره مینه نه لري، خو د ژوند مجبوریتونه یې نه پریږدي چې خپلې دې هیلې ته ورسي.

هغه وایي: «کله چې ځان ته شم، بیا دا سوچونه کوم چې کاش یا مو ښه تعلیم کړی وای، یا مو خپل څه کاروبار جوړ شوی وای، تر څو مو راتلونکی ژوند ښه شوی وای، خو بې وسي ده، د بې وسۍ له امله دلته لګیا یو، اوس هم غواړو چې زموږ ژوند راښه شي.»

نوموړی وایي، په کابل کې اوږدې مسافرۍ کوي او کله کله داسې هم کېږي چې په کلي کې یې د نږدې خپلوانو او یا کلیوالو ودونه وي، خو دی نه شې کولی ګډون په کې وکړي او خپل کلي کې د خوښۍ په داسې مراسمو کې د ګډون ارمان یې په زړه پاتې شي.

دی وایي چې سپین‌ګیری پلار یې کلي کې د خوراکي توکو د پلور یوه غرفه لري، خو ډېر کم عاید لري او د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د لغمان ولایت اوسېدونکی یوولس کلن وحدت‌الله هم یو له هغو ماشومانو دی چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د پیسو په بدل کې د خلکو توکي په کراچۍ کې لېږدوي.

هغه وایي، د شپږم ټولګي زده‌کوونکی هم دی، خو نیمه ورځ کار هم کوي څو له خپل پلار سره د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ د لګښتونه پوره کولو کې مرسته وکړي.

وحدت‌الله زیاتوي چې پلار یې په ښار کې ایسکریم پلوري، دی هم د ورځې پنځوس، اتیا او تر سلو افغانیو کار کوي، خو داسې ورځې هم راځي چې تش لاس کور ته ستنېږي.

د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکی لس کلن سیدامیر هم وایي چې له زده‌کړو او ښوونځي سره مینه لري، خو د مجبورۍ له امله له درېیو کلونو راهیسې له خپل ورور سره د بلوک جوړلو په یوه فابریکه کې کار کوي.

هغه وایي: «په اونۍ کې دوه سوه یا درې سوه افغانۍ راکوي، پلار او مور مې ناروغان دي، زه هم مینه لرم چې ښوونځي ته ولاړ شم، خو نه کېږي، که کار ونه کړم نه شم کولای چې د کور خرڅ برابر کړم.»

د بادغیس د مرکز اوسېدونکي دیارلس کلن سخي‌داد هم د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی پرې‌اېښی او له دوو کلونو راهیسې د حلبي‌جوړولو په یوه وړه کارخونه کې کار کوي.

هغه وایي، د پلار مشر زوی دی، پلار او مور یې ناروغان دي، واړه وروڼه یې جومات ته زده‌کړو لپاره ځي او دی اړ دی کار وکړي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د میدان‌وردګو ولایت د مرکز اوسېدونکی دوولس کلن فیض‌الله وایي چې پلار یې مړ دی او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ټول مسوولیتونه ده ته ور په غاړه دي؛ ځکه د موټرجوړولو په یوه ورکشاپ کې کار کوي او دا مهال د ورځې ۲۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

هغه وایي که اقتصادي وضعیت یې سم شي نو غواړي ښوونځي ته ولاړ شي او زده‌کړې وکړي.

یاد کسان له حکومته غواړي چې د ستونزو په حل کې یې مرسته ورسره وکړي.

شاوخوا شل سلنه ماشومان کار کوي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي او د کارګرو ماشومانو شمېر تر نورو ولایتونو په خوست، بامیان او هلمند کې ډېر او په کابل، بدخشان او لغمان کې کم دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۱ کال راپور ښیي چې په خوست کې ۴۴.۶، بامیانو کې ۳۶.۲، هلمند کې ۳۱.۵، سمنګان کې ۳۰.۷، دایکنډي کې ۲۹.۵، تخار کې ۲۸.۱، کندهار کې ۲۷.۸، پروان کې ۲۷.۵، زابل کې ۲۶.۱، لوګر کې ۲۶، فراه کې ۲۲.۶، میدان‌وردګو کې ۲۲.۴، فاریاب کې ۲۱.۴، غزني کې ۲۰.۳، پنجشیر کې ۱۹.۱، بغلان کې ۱۸.۴، غور کې ۱۸.۳، بلخ کې ۱۸.۲، بادغیس کې ۱۸.۲، پکتیا کې ۱۶.۸، هرات کې ۱۶، کندوز کې ۱۵.۳، پکتیکا کې ۱۵.۳، ننګرهار کې ۱۴.۴، جوزجان کې ۱۴.۱، کونړ کې ۱۴، اروزګان کې ۱۳.۸، کاپیسا کې ۱۳.۵، نورستان کې ۱۲.۶ نیمروز کې ۱۲/۵ سرپل کې ۱۲.۱، لغمان کې ۹.۳، بدخشان کې ۹ او کابل ۷.۴ سلنه له پنځو تر ۱۷ کلنو ماشومان کار کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له ټولو ماشومانو څخه ۱۹.۶سلنه هلکان او ۱۹.۱ سلنه نجونې کار کوي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۰ کال د راپور له مخې، د افغانستان نفوس ۳۳.۶ میلیونه اټکل شوی او په کې راغلي چې ۱۶میلیونه یې له ۱۵ کلنو د ټیټ عمرلرونکي ماشومان دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د کار نړۍوال سازمان رییس رامین بهزاد د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۲مه ویلي و چې په ټوله نړۍ کې له پنځو تر ۱۷ کلونو ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي او نیمایي یې په داسې خطرناکو کارونو بوخت دي چې د جسمي او روحي زیانونو سبب کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه سازمان د ۲۰۲۱ میلادي کال شمېرې ښیي چې یو میلیون او ۶۰ زره ماشومان په افغانستان کې کار کوي، خو وروستیو تحولاتو ته په پام فکر کوي چې دغه شمېرې به زیاتې شوې وي.

افغانستان کې په داسې حال کې یاد شمېر ماشومان کار کوي چې د هېواد د کار قانون د دیارلسمې مادې په څلورم بند کې راغلي: «روغتیا ته په مضرو کارونو چې د فزیکي نه ودې یا معلولیت خطر په کې موجود وي له ۱۸ کلونو د کم سن لرونکو تنکیو ځوانانو ګومارل ممنوع دي.»

سخت کارونه ماشومان له روغتیایي ستونزو سره مخ کوي

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي روغتونونو عمومي ریيس ډاکټر وحدت الکوزی وایي، هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي، د هغوی فزیکي وجود دې ته نه وي جوړ چې درانه او یا شاقه کارونه وکړي.

هغه وویل: «که چېرې دغه ماشومان شاقه یا درانه کارونه کوي، کېدای شي دوی ته د ودې او تکامل ستونزې پيدا شي، ممکن داسې یو رقم فزیکي ستونزې هم ورته پيدا شي چې په راتلونکي ژوند کې ورڅخه په عذاب وي؛ ځکه د دوی ستون فقرات د دې جوګه نه وي چې وزن پورته کړي، هغه د دې سبب کېږي چې په ستون فقرات کې څه ستونزې پيدا شي او بیا به ټول عمر ترې ځوریږي، خو کله چې یې عمر له اتلسو کلونو واوړي بیا یې توان زیاتیږي او بیا ستونزه نه وي.»

د هغه په خبره، له اتلسو کلونو کم عمره ماشومانو تجربه هم لږ وي، ممکن ډېر کار وکړي او ځان ته زیان ورسوي؛ ځکه چې دوی تر ډېره د ښه او بد تفکیک نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه: «ممکن دغه ماشومان په رواني مشکلاتو هم اخته شي، هغوی ستړي کېږي، په یوه ډول نا امیده کېږي، چې دا یو ډول رواني ستونزې پيدا کوي، بیا به ټول عمر په یوه ډول ترې متاثره وي.»

د الکوزي په خبره، د طبابت له اړخه هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي باید شاقه کارونه ونه کړي، خپلې زده‌کړې وکړي او خپل ژوند په عادی ډول تېر کړي.

تېرې جګړې او بې ثباتۍ کار ته د ماشومانو اړ کېدو لاملونه دي

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان پخوانی مشر لعل‌ګل لعل وایي چې افغان ماشومان په هېواد کې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بې‌ثباتۍ له امله کارونو ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله تر دوه میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا یو نیم میلیونه یې معلول کړي او د ډېرو دا ډول کورنیو سرپرستي ماشومانو ته ورپاتې ده.

د هغه په وینا، د دغه ډول کورنیو ماشومان د خپلې کورنۍ سرپرستي لپاره سختو کارونو ته اړ شوي او ځينو یې سوالګرۍ ته هم مخه کړې ده.

د لعل‌ګل په خبره، په افغاني ټولنه کې ماشومان د کورنیو او ټولنې له مرستو او ملاتړه ډېر برخمن نه دي او دا هم کولای شي د دې لامل شي چې ماشومان کار ته مخه کړي.

دی وایي، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ماشومانو د خوندیتوب کنوانسیون لاسلیک شوی او حکومتونه یې مکلف ګرځولي چې د ماشومانو حقونه په پام کې ونیسي، خو له بده‌مرغه د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې چې له فقر او بېوزلي سره لاس او ګریوان دي د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغه وویل په افغانستان کې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې یو باثباته حکومت نه دی رامنځته شوی او لنډ او موقتي حکومتونه بیا اقتصادي او سیاسي ثبات نه لري او همدا لامل دی چې افغانستان هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون مطابق د ماشومانو حقونو ته پام نه دی شوی.

حکومت: له ماشومانو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه لرو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت د هېواد په کچه د ماشومانو ساتنې او پالنې مسوولیت پر غاړه لري.

هغه وویل: «د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت په راتګ سره دې برخې ته جدي پاملرنه شوې چې په دې لړ کې په کابل او په ټولو ولایتونو کې د امارتي روزنتونونو او دارالایتامونو جوړېدل او فعالېدل شامل دي، په دې کې هغه ماشومان روزل او ساتل کېږي چې مېندې یا پلرونه یې مړه وي، یا ورک وي، بندیان وي او یا هم بې‌سرپرسته وي او په دغو روزنتونونو کې د هغو کورنیو ماشومانو لپاره د حرفوي زده‌کړو برنامې هم په لاره اچول کېږي چې له اقتصادي ستونزو کړیږي.»

د ابراهیمي د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه تر ۸۰ روزنتونونه فعالیت لري چې شاوخوا لس زره یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان په کې تر روزنې لاندې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د روان کال غبرګولي میاشت کې ویلي وو: «اسلامي امارت مسوولیت لري چې د ټولو خلکو ستونزې په پام کې ولري او حل یې کړي، په ځانګړې توګه ماشومان چې د ټولنې اړ او ضعیف قشر دی؛ اسلامي امارت دا خپل مکلفیت ګڼي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په چوکات کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري.»

کریمي وایي چې د کار او تولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې شبکې (سي‌پن) په ملاتړ د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۲۰۰ ولسوالیو کې مرکزونه لري، چې هغو کې له بهره د بېرته رااړول شوو، یتیمو او هغو ماشومانو ملاتړ کېږي چې مور او پلار یې معلول او یا بندي وي.

هغه په ډاګه کړه چې دا مرکزونه له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په مالي مرسته جوړ شوي دي.

نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د سوالګرو ټولولو پروسې له لارې ډېر سوالګر او کارګر ماشومان له واټونو راټول شوي، تربیوي او حمایوي مرکزونو ته سپارل شوي دي.

کریمي زیاته کړه، راتلونکي کال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلان لري چې شاوخوا ۱۰ زره یتیم او هغه ماشومان چې د سړکونو پر غاړو په کارونو بوخت دي، تربیوي تعلیمي او حمایوي مرکزونو ته جذب کړي او ساتنه یې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت هم پلان لري چې په راتلونکي کال کې د هغو ماشومانو لپاره تعلیمي مرکزونه جوړ کړي چې سخت کارونه کوي او یا له ګاونډیو هېوادونو بېرته راګرځول کېږي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.