ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منصور: د چارو چټکتیا په موخه دې د مس‌عینک کان قراردادي شرکت او درېیو وزارتونو د استازو ګډه کمېټه جوړه شي

منصور: د چارو چټکتیا په موخه دې د مس‌عینک کان قراردادي شرکت او درېیو وزارتونو د استازو ګډه کمېټه جوړه شي

author avatar
10 Dec 2023 - 17:28
منصور: د چارو چټکتیا په موخه دې د مس‌عینک کان قراردادي شرکت او درېیو وزارتونو د استازو ګډه کمېټه جوړه شي
author avatar
10 Dec 2023 - 17:28

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د مس‌عینک کان قراردادي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، د دې پروژې د چټکټیا په موخه اړتیا ده چې د اوبو او برېښنا، کانونو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مس‌عینک کان قراردادي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د ياد شرکت مسوولينو د خپلو فعاليتونو او پلانونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو او برېښنا وزارت له رهبري مقام څخه وغوښتل چې د لوګر د مس‌عینک کان د اېستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ اوبو او انرژي چمتو کولو لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

دغه وزارت لیکلي چې منصور د اوبو او انرژي چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ او ټینکار یې وکړ چې د پروژې د چارو چټکتیا په موخه اړتیا ده چې د اوبو او برېښنا، کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شي او د پروژې د چارو اسانتیا او چټکتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.