د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست او د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې، افغانستان کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په تړاو خبرې کړې دي.
د برازیل په لوېديځ اکري ایالت کې د یوې الوتکي لوېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي چې په افغانستان کې نور باید هېڅ وسلهوال مخالفت شتون ونه لري.
په کابل کې د چاپان سفیر د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د «ناکامورا پروژې» د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
له ازبکستانه راغلی پلاوی د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغاني محصولاتو نړۍوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکیه کې د افغانستان لپاره د م.م له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې ویلي، نړۍواله ټولنه باید د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې له کابل ښاره دې سوالګر په بشپړ ډول ټول شي او له ارزونې وروسته دې بېسرپرسته مستحقو سوالګرو ته نغدي او د خوراکي توکو دوامداره مرستې ورکړل شي.
عدلیې وزارت: د ځمکو د غصب کمېسیون د کابل دارالامان کې د حکمتیار اړونده ځمکې په اړه تصمیم نیولی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د هېواد په پولو کې راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په ارزانه بیه سیمکارتونه ورکوي او بیا یې دې د څلور میاشتو په موده کې راجستر کړي.
د قطر سره میاشت له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي، دغه راز د هرات له زلزلهځپلو سره او د سوري زړه ماشومانو درملنه کې یې هم د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس ملا بختالرحمن په مشرۍ یوه پلاوی د روسیې په استراخان نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
ښځې د انساني ټولنې نیمه برخه جوړوي او په اسلام کې هم د عزت او درناوي وړ دي، خو سره له دې ځیني کسان د لور پر زېږون خپه کېږي او ان تر دې چې له امله یې د لور مور ځوروي، طلاق کوي او وژني یې.