اروپایي ټولنې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیونه زدهکوونکو د ملاتړ په موخه ۹.۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري «ماغزو تومور» پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې له ګډون وروسته ویلي، له چین څخه یې غوښتي چې په دې پروژه کې د افغانستان شاملول ومني.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ولایت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، په معنویت او اخلاقو باید د خلکو ترمنځ واحد فکر رامنځته شي او د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له سوداګرو غوښتي چې پر نورو توکو سربېره هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي، څو چاپېریال او د هېوادوالو روغتیا خوندي شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په یو رسمي سفر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.
د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک کارکوونکو په یوه صادراتي محموله کې نږدې ۲۲۲ کیلوګرامه قیمي ډبرې چې ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدې کشف او ترلاسه کړې دي.
د ریاستالوزارء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې زلزلهځپلو ته ډاډ ورکړی چې د زلزلې له امله وران شوي کورونه به یې بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.
کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ا.ا د مشرتابه د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدو او اړوندو
کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د رییسالوزرا په مشرۍ بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې، هرات زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو
کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې له څه باندې ۲۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، دایکنډي کې له ۳۲۰