ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ سرپرست وزیر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

د سوداګرۍ سرپرست وزیر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

author avatar
17 Oct 2023 - 08:46
د سوداګرۍ سرپرست وزیر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ
author avatar
17 Oct 2023 - 08:46

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په یو رسمي سفر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

د صنعت او سوادګرۍ وزارت د یادو څرګندو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هغه به د یادې غونډې په څنډه کې له چیني سوداګرو، پانګوالو، صنعت‌کارانو او په یاد هېواد کې له افغان سوادګرو سره هم وګوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دغه سفر د چین په بلنه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې وه چې افغانستان به د یو کمر بند یوه لار له پروګرام سره وصل شي او په دې غونډه کې یوه بله مهمه موضوع چې خبرې پرې کېږي، د واخان لار ده چې افغانستان غواړي له دې لارې له چین سره سوداګري وکړي.

د صنعت او سوادګرۍ وزارت معلوماتو له مخې، دا ناسته د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ترسره کېږي او ټاکل شوې په دې ناسته کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون وکړي.

د یو کمربند یوه لار طرحه د چین هېواد ده چې یوه لسیزه مخکې یې د ځمکې او اوبو له لارې له اسیا سره د افریقا او اروپا نښلولو لپاره جوړه کړه.

Views: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.