کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې له څه باندې ۲۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، دایکنډي کې له ۳۲۰ کورنیو سره نغدي او په لوګر کې له ۲۵۰ کورنیو سره د لبنیاتو پروسس د وسایلو مرستې وشوې.
د اروزګان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالی حبیبي وایي، نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ریاست له لوري له ۲۱۲۱ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستې کې هر کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، شپږ کیلوګرامه د ماشومانو تغدي ورکړل شوي دي.
بلخوا د دایکنډي ولایت د اقتصاد رییس ملا محمدالله اقبال وایي چې نن د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې له ۳۲۰ کورنیو بېځایه شوو سره نغدې مرستې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې چې د وطن موسسې (WSTA) په مرسته وېشل شوي هر کورنۍ ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنۍ نړۍوال سازمان په مالي لګښت ۲۵۰ څارویو لروونکو کورنیو سره د لبنیاتو پروسس وسایلو مرسته کړې، څو په مسلکي توګه لبنیات راټول کړي.