د اسلامي امارت ویاند وایي، په هېڅ هېواد کې د مطبوعاتو ارزښت له چا پټ نه دی او د پياوړتيا لپاره يې بايد هڅې وشي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو يو کس له لفظي شخړې وروسته وژل شوى او د يو بل خبر مخې، په لوګر کې هم دوه کسان په جلا-جلا پېښو کې وژل شوي دي.
د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه له نړۍوالو سازمانونو څخه د افغانستان له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او له اسلامي امارته د رسنیو قانون له مخې د رسنیو په کارونو کې د نورو ادارو د لاسوهنې مخنیوي طرحې د پلې کېدو غوښتنه کوي.
ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیره تمه لري چې د دوحې روانه غونډه د افغانستان اوسني ستونزمن وضیعت ته حللار پرانیزي او د بشر حقونو د څار ادارې له دغې غونډې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو پر خپلو دریځونو کلک ودرېږي.
د ځینو هېوادونو استازي په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلي او پاکستان وایي، په دې ناسته کې به له نړۍوالو او سیمهییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي.
د ملي دفاع وزارت وایي، هغه دوې عرادې امریکایي کرینونه یې ترلاسه کړي چې د اسلامي امارت واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د بګرام له هوايي ډګره ایستل شوي وو.
په قطر کې د ا.ا.ا د سیاسي دفتر مشر په داسې حال کې تېره ورځ د افغانستان لپاره د چین او بریتانیا له استازو سره لیدلي چې نن د دغه هېواد په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر د روانې اونۍ له چهارشنبې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
یو افغان وایي، د ملګرو په ملتیا یې د «ملګري» په نوم ټولنیزه رسنۍ ځکه جوړه کړې چې هېوادوال یې د پردیو خواله رسنیو له «سختو شرایطو او نه زغمونکي بوج» څخه وژغوري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، دارالایتامونو ته نوی نصاب جوړېږي او د دارالایتام ماشومان باید د اهلالسنت والجماعه د حنفي فقهې پر اساس وروزل شي.
نن په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشرۍ غونډه جوړیږي چې د ۲۵ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازي به په کې برخه ولري.
اسلامي امارت د روسیې دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو په تېره د سیمې له هېوادونو تمه لري، د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو کړنو لپاره د داخلېدو هڅه کوي.