Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار په سرپوښ بازار کې وسلهوالو غلو پر هټۍوالو ډزې کړې او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په ميرویس مېنه کې د ۸۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنجاو په نوم یو کانال جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سیمهییز مسوولین وایي، د کندهار په صنعتي پارک کې د چرګانو د غذايي توکو د تولید او له پنبهدانې څخه د غوړیو د تولید او بسته بندۍ فابریکو د ۳.۴ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره په فعالیت پيل وکړ.
د کندهار ولایت سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له یوه خصوصي ژوبڼ څخه ۶۰۰ «لاوبېرډ» طوطیان کوېټ هېواد ته صادر شول.
کندهار ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د احمدولي په نوم ځوان چې پخوا یې په کابل، اروزګان او کندهار ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بیا د خپلو نږدې ملګرو له خوا په نشهيي توکو روږدی شو، اوس د کندهار د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.
کندهار کې د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه ولایت کې اوسمهال د چرګانو د دانې تولید اته کارخونې فعالیت لري چې که امکانات ورته برابر شي ګاونډیو هېوادونو ته یې هم صادرولی شي.
سېمهییز چارواکي وایي، د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو کانکریټ کولو او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.
د ا.ا مشرتابه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې غونډې ته ویلي، د اوسني نظام ساتل په اطاعت او پرهیزګارۍ کیږي، مسوولین دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه ووسي او د مشرانو اطاعت دې وکړي.
د کابل پوهنتون له لوري د کندهار د کرنیزو علومو ملي پوهنتون کې نن «د افغانستان ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنی نړۍوال کنفرانس پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
د کندهار په درېیمه ناحیه کې یوه کس په خپل شخصي لګښت د وحشي ژویو یو ژبڼ جوړ کړی چې لیدو ته یې هره ورځ لسګونه کسان ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP