Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، له کابل او یو شمېر ولایتونو وروسته په کندهار کې هم د کورونو د پلټنې عملیات پيل شوي چې موخه یې د امنیت لا ټینګښت دی.
په کندهار کې نن د کندهار ښار او ولسوالیو د ۴۰ کرکټ کلبونو تر منځ د انټرکلیب سیالۍ پيل شوې.
کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې د شېخ زاید روزنتون تدریسي چارې له لس ورځې ځنډ وروسته نن د وږي په ۲۶مه، بېرته
د کندهار کروندګر او بڼوال وايي، د درمل پاشلو د عصري وسایلو د نشتوالي له امله یې هر کال کښتونو او باغونو ته زیان اوړي او حاصلات یې کمېږي.
په کندهار کې د نشه یي توکو د روږدو درملنې د یوازېني سلبستریز روغتون خدمات په داسې حال کې ټکني شوي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان پر نشهيي توکو روږد دي.
د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نیمايي کم شوي چې له امله یې بهر ته د ابجوشو (یو ډول ممیز) صادراتو کچه ۲۵ سلنه ټیټه شوې ده.
کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن د وږي په ۱۶مه، نوی ښوونیز کال پیل شو چې په مناسبت یې د کندهار ښار
په کندهار کې د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر دې مهاله ۱۵زره غواګانې پر دې ناروغۍ اخته شوې چې له ۱۲۰۰ ډېرې ورڅخه مړې شوې دي.
د کندهار ښار په هرات او ښکارپر بازارونو کې سلګونو کسانو نن دوشنبه وروسته له هغه خپل دوکانونه د احتجاج په توګه وتړل چې امنیتي کسانو یې دوکانونو ته ښځینه مشتریانې له ورتلو منع کړې.
د کندهار د کانونو او صنایع او سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، پاکستاني سوداګر د افغان سوداګرو د پنبې شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر نه ورکوي او په یوه او بله پلمه یې ځنډولي دي.
د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو د یوه بند جوړولو چارې – چې پنځلس میاشتې مخکې پیل شوې وې- بشېړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP