منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې په لومړي ځل د زړه خلاص جراحي عملیات وشول

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۲۲ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د یوه ۵۵ کلن ناروغ د زړه خلاص جراحي یا بای پاس/ CABG عملیات په بریالیتوب ترسره شول.

د هېواد په کچه له کابل وروسته کندهار دویم ولایت دی چې ډاکټران یې دغه ډول پېچلي عملیات کوي.

دغه عملیات د کندهار په مومند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون کې د یوه افغان ډاکټر په مشرۍ شوي چې په جرمني کې یې زده‌کړې کړې دي.

د جراحي عملیاتو دغه ډاکټر احسان‌الله وایي، په یاد روغتون کې ټول هغه وسایل چې د دغه عملیاتو لپاره مهم دي، موجود وو چې د ډاکټرانو مسلکي ټیم وکولای شول دا عملیات په بریا سره ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: «دلته په روغتون کې موږ ټول هغه وسایل لرو چې د زړه د دغسې پېچلو عملیاتو لپاره مهم دي؛ بل د مسلکي ډاکټرانو مجرب ټیم هم هغه څه دي چې دا عملیات یې په بریالیتوب ترسره کړل.»

نوموړي وویل، نور افغان ډاکټران چې په بهر کې دي، خپل هېواد ته دې راشي او دلته دې خدمت وکړي، څو افغانان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته په تګ مجبور نه شي.

د کندهار د شاولي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي حمدالله -چې د زړه عملیات یې شوي- هم وایي، ډېر خوښ دی چې په خپل هېواد کې یې عملیات په بریالیتوب وشول او اوس یې روغتیايي وضعیت ډېر ښه دی.

ده وویل، که دغه عملیات یې له هېواده بهر کړي وای، ښايي څلور سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی وای.

هغه زیاته کړه: «زما د زړه رګونه بند وو، سینې مې درد کاوه، ډېر په تکلیف وم، که د درملنې او عملیاتو لپاره بهر ته تلای نو تر څلور لکه افغانۍ لګښت راڅخه کېدل خو دلته مې عملیات مفت وشول.»

د یاد ناروغ پایواز حافظ نوراحمد هم وايي، دوی ډېر خوشحاله دي چې د کورنۍ د یوه غړي د زړه عملیات یې پرته له کوم لګښت په بریالیتوب وشول.

د مومند نړۍوال روغتون مشر او موسس حاجي محمدصدیق مومند هم وايي، دوی ویاړي چې په نړۍواله کچه د زړه د جراحي مجرب ټیم لري او اوس د افغان او بهرنیو ډاکټرانو له خوا د زړه د هر ډول ناروغیو درملنه کولای شي.

هغه زیاته کړه: «مخکې به هېوادوال د زړه د جراحي عملیاتونو لپاره نورو هېوادونو ته تلل خو اوس مومند نړۍوال ۲۰۰ بستريز روغتون دا خدمات وړاندې کوي او ژمن دي چې په راتلونکي کې به هم د دغسې معياري طبي خدماتو زمينه برابروي چې هېوادوال ډېره اړتیا ورته لري.»

خلک وایي، د خصوصي سکتور روغتیايي خدمات هغه څه دي چې په ډېرو برخو کې یې د هېوادوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، خو خصوصي سکتور د معیاري خدماتو ترڅنګ باید د هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته په کتو ډېرې پیسې وا نه خلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا