Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو د یوه بند جوړولو چارې – چې پنځلس میاشتې مخکې پیل شوې وې- بشېړې شوې.
د کندهار ښار یوې اوسېدونکې د لوښو او جامو مینځلو مایع د تولید فابریکې او د ښځینه جامو ګنډلو د کار ځای په جوړولو سره ۳۰ بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو او استادانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه چې په کې د تېر یوه کال پر لاسته راوړنو، ستونزو او خدماتو بحث وشو.
کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱) د «کیش ایر» په نوم د ایران نیمه دولتي هوايي شرکت د جمعې په ورځ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل
د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لار د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې ده.
په کندهار کې وروستیو اورښتونو په پراخه کچه انګور او ممیز خراب کړي او باغلرونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ مالي کال لپاره ښاروالۍ ته ۷۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې له دې جملې ۴۴۳ میلیونه ۲۵۹زره ۹۹۱ افغانۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره دي.
د کندهار چارواکي وايي، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې کې د اوبو یوه بند د ماتېدو له امله د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې یو کلی اوبو لاندې کړی دی.
څو میاشتې مخکې یو شمېر سوداګرو کندهار ته د هندي وزو ګلابي نسل راووړ چې د خلکو او مالدارۍ برخې د مسلکي کسانو له تود هرکلي سره مخ شو؛ ځکه د وزو دغه نسل نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې ډېر بچي هم زېږوي.
په کندهار کې د کنډا فروټ د مېوو پروسس او بستهبندۍ شرکت له خوا د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د هېواد په کچه د مېوو د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکز پرانیستل شو.
په کندهار ښار کې لویه ولسي غونډه روانه ده چې د چارواکو په وینا، د «اسلامي امارت» مشرانو، ديني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د پخواني حکومت ځینو چارواکو، فرهنګیانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی چې شمېر یې شاوخوا ۳ زره کسانو ته رسېږي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، سبا (پنجشبنه) د کندهار ښار په منډیګک ماڼۍ کې لویه ولسي غونډه جوړېږي چې شاوخوا ۲زره کسان ورته رابلل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP