ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې خلک د لرګیو بیې له لوړېدو او د ګاز کیفیت له خرابوالي شکایت کوي

کندهار کې خلک د لرګیو بیې له لوړېدو او د ګاز کیفیت له خرابوالي شکایت کوي

author avatar
4 Feb 2023 - 16:12
کندهار کې خلک د لرګیو بیې له لوړېدو او د ګاز کیفیت له خرابوالي شکایت کوي
author avatar
4 Feb 2023 - 16:12

کندهار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم ژمی سوړ او سخت دی چې له امله یې د لرګیو په ګډون د ټولو سون توکو بیه لوړه شوې ده.

دغه راز هغه خلک چې له ګاز څخه کار اخلي، وايي د پخوا په پرتله نه یوازې ګاز ګران شوی، بلکې کیفیت یې هم سخت خراب شوی دی.

د کندهار اوسېدونکي وایي، له یوې خوا بې روزګاري ده او له بلې خوا د سون توکو بیه لوړه شوې؛ ځکه نو په ډېرو سیمو کې خلک د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمدنبي وايي، په کندهار کې دا مهال د یو من (څلورنیم کیلوګرام) لرګیو بیه له ۳۵ څخه تر ۴۵ افغانیو ده او یو کیلوګرام ګاز په ۷۲ افغانیو پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، د ګاز پېرلو وس نه لري خو څلوېښت منه لرګي یې رانیولي چې دا په دغه ساړه ژمي کې د یوه کور لپاره بسنه نه کوي.

دغه راز د کندهار بل اوسېدونکی عبدالولي وايي، سږ کال له یوې خوا ژمی ډېر سوړ او له بلې خوا ډېر خلک له اقتصادي پلوه لوېدلي او د خپلو کورونو ګرمولو توان نه لري.

دی وايي، په ډېرې خوارۍ یوه اندازه پیسې برابروي او ګاز اخلي خو له یوې خوا یې بیه لوړه ده او له بلې خوا دومره بې کیفیته دی چې سم اور نه اخلي او ډېر کله دغسې ګاز خطر هم لري.

بلخوا د لرګیو پلورونکي وايي، په کندهار کې اوس مهال د لرګیو بیه ځکه لوړه شوې چې امنیتي کسانو له رېګستان څخه د بوټو پر راوړو بندیز لګولی دی.

یوه لرګي پلورونکي سخي پژواک اژانس ته وویل، پخوا به ډېر لرګي له رېګستان څخه راوړل کېدل خو اوس چارواکي اجازه نه ورکوي او اکثره له نورو ولایتونو څخه راوړل کېږي.

ده زیاته کړه: «پخوا هم لرګي له غزني، هلمند او نورو ولایتونو راوړل کېدل خو ترڅنګ یې د کندهار له رېګستان ولسوالۍ هم راوړل کېدل چې بیه یې ټیټه وه، خو اوس طالبانو له رېګستان څخه د بوټو پر راوړلو بندیز لګولی نو ځکه یې بیه لوړه شوې ده.»

د لرګیو بیې لوړېدو ترڅنګ د ګاز بیه هم یوه اندازه لوړه شوې او ورسره یې کیفیت هم خراب شوی دی.

د ګاز یو پلورونکی احمدالله هم مني چې د ګاز کیفیت خراب شوی او اکثره وخت ګاز اور نه اخلي او یا یې اور کمزوری وي.

دی وایي، ګاز له شرکتونو پېري او دا ستونزه باید هغه کسان حل کړي چې افغانستان ته ګاز واردوي.

هغه زیاته کړه: «موږ ته څو واره دا شکایت شوی چې ګاز خراب دی خو دا مشکل په هغو کسانو کې دی چې ګاز له بهرنیو هېوادونو څخه راوړي.»

هڅه مو وکړه چې په کندهار کې د ګاز د هغو شرکتونو مسوولینو نظر هم واخلو چې له بهره ګاز راواردوي خو هغوی له څه ویلو ډډه کوله.

په کندهار کې که څه هم د نفتي موادو د کنټرول اداره شته خو دغه اداره اوس مهال د ګاز د کیفیت یا بیو د کنټرول په برخو کې فعالیت نه لري.

د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو مدیر محمدرحیم بشردوست بیا وایي، په کندهار کې یې د رېګستان پر بوټو ځکه بندیز لګولی چې د دغو بوټو له منځه وړل پر چاپېریال منفي اغېز کوي.

د هغه په وینا، بې کیفیته ګاز هم پر چاپېریال منفي اغېز کوي او په دې اړه یې له عامې روغتیا ریاست او ولایت مقام سره موضوع شریکه کړې څو په اړه یې اقدام وشي.

ده زیاته کړه: «د رېګ لرګي پخوا په زیاته اندازه کښل کېدل چې دا پر چاپېریال ډېر منفي اغېز لري نو ځکه یې موږ مخه نیولې ده او دا چې ګاز بې کیفیته شوي په دې اړه موږ هڅه کوو چې د ټولو ادارو سره په همغږي د بې کیفیته ګازو مخه ونیسو.»

په کندهار کې د لرګیو او ګاز تر څنګ یو شمېر کسان له سکرو هم کار اخلي خو د سکرو بیه هم تر پخوا لوړه شوې او د یوه من بیه له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ افغانیو ده.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.