Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې په لسم ځل د ۱۹۸۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۱۵۱۹ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي چې په نهم ځل د اتیا زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۲۷۴۶ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد و پلورل شول.
پاراخ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د پوهنې رياست د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې
د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د پنځه میلیون او اته سوه زره افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو او درېیو مدرسو له بیارغولو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې په اتم ځل د دغه ولایت له کانونو د ۱۲۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت تازه استخراج شوي زمرد پلورل شوي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په عنابه او شتل ولسوالیو کې د ۳۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لسو ټولګټو پروژو بشپړېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پاکولو په حشر کې د پنجشېر مسوولینو، د ځایي ادارو کارکوونکو او سلګونو اوسېدونکو ګډون وکړ.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي، په پریان ولسوالۍ کې د زمردو څلوېښت نوي کانونه پېژندل شوي چې په دې سره په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته ورسېد.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۳۳۳۱ قیراطه زمرد په څه باندې ۸۲۷ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول او نږدې راتلونکې کې به په دغه ولایت کې د سروزرو او اوسپنې د کان کیندنې فعالیت جوازونه هم ووېشي.
پاراخ (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲ ): پنجشېر کې امنيتي سرچينې وايي، پولیسو هغه درې قاچاقبران چې غوښتل یې ۱۷ ماشومان د دغه ولایت له لارې
د پنجشېر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د پنځه میلیون او ۷۰ زره افغانیو په لګښت دوه کیلومټر سړک، د موټر تګ راتګ لپاره پُل او د اوبو شپږ کیلومتر کانال جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP