Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په هرات کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین او استادان وايي، په داسې حال کې چې په دغو پوهنتونونو کې د محصلینو جذبولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شوی، خو دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په هرات کې د یو شمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولین او استادان وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې خصوصي کورسونو او ښوونیزو مرکزونو خپل زدهکوونکي له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې له رکود سره مخ دي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سپیانو داړلو پېښې ډېرې شوې چې یوازې په تېرو یولسو میاشتو کې ۹۳۰ پېښې په دغه روغتون کې ثبت شوې دي.
د هرات سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن او خواښې وژلې دي.
د هرات جامع جومات چې د هېواد یو له لویو او تاریخي جوماتونو ګڼل کېږي، د ځینو برخو بیارغولو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.
د هرات کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي، په دې ولسوالۍ کې دولتي ښوونځيو ته د نه پاملرنې او لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي په اړه شکايت کوي.
هرات (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات ځيني اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بېعدالتیو شکایت لري او وایي، دوی د دغه ولایت په
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، هره میاشت له ایران او ترکیې له ۱۰ زرو ډېر کسان چې ډېری یې له ایران څخه دي، دغه ولایت ته راستنیږي.
د هرات ځیني صرافان او اوسېدونکي بازار ته د نوو بانکنوټونو د توزیع غوښتنه کوي او وایي، که څه هم زړې شوې پیسې په بازار کې چلېږي خو په پېرلو کې یې توپیر شته.
په هرات ولایت کې د ښيښېجوړونې صنعت چې لرغونی تاریخ لري، د پلور بازار بېرته غوړېدلی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
په هرات کې د مليبسونو فعالیت په کمېدو سره، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې په ښار او ولسوالیو کې د دغو وسایطو فعالیت ډېر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP