د سرپرست حکومت له خوا لغوه اعلان شوی د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې له نورو ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د بشر حقونو سترې داعيې په برخه کې خپل ماموريت له هر ډول سیاسي ليدلوري او تګلارې پرته په لا ډېر تمرکز او خپلواک ډول له نوو کارکوونکو سره پر مخ بوځي.