ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید لپاره د څېړنو سپارښتنه کړې ده

حکومت د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید لپاره د څېړنو سپارښتنه کړې ده

author avatar
13 May 2022 - 01:37
حکومت د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید لپاره د څېړنو سپارښتنه کړې ده
author avatar
13 May 2022 - 01:37

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د رییس ‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید په اړه له اړوند وزارتونو سره څېړنې وکړي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د رییس ‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د دغه کمېسیون غونډه جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، کمېسیون د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید په اړه د اوبو او برېښنا وزارت په مشرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو ته دنده سپارلې چې په یاده برخه کې څېړنې ترسره او د کمېسيون راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید لپاره لږ تر لږه د ۳۰ کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي.

د یادونې ده، افغانستان اوس مهال تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه کړې او دغه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

 

Views: 446

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.