ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنه: له ټولشمول حکومته زموږ موخه قدرت ته د پخواني مشرانو بیا راوستل نه دي

اروپایي ټولنه: له ټولشمول حکومته زموږ موخه قدرت ته د پخواني مشرانو بیا راوستل نه دي

author avatar
13 May 2022 - 06:35
اروپایي ټولنه: له ټولشمول حکومته زموږ موخه قدرت ته د پخواني مشرانو بیا راوستل نه دي
author avatar
13 May 2022 - 06:35

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، د ټولشمول حکومت موخه دا نه ده چې د تېر حکومت مشران دې بېرته ستانه شي او واګې دې په لاس کې واخلي.

هغه وویل، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د اروپايي ټولنې په دریځ کې بدلون نه‌ دی راغلی او اوسنی حکومت پر رسمیت نه‌ پېژني.

نوموړي پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت خپلې کړې ژمنې نه‌ دي عملي کړې.

نېکولسن زیاته کړه: «په ټوله کې د افغانستان پر وړاندې د اروپايي ټولنې په دریځ کې کوم بدلون نه‌دی راغلی، اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت نه پېژنو خو موږ ورسره په تعامل او خبرو کې ارزښتونه وینو. موږ د پلاوي او دفتر په موجودیت سره په دغه هېواد کې خپل حضور څرګند کړی دی. موږ د خلکو پر اړتیاوو د غور لپاره چې یو سخت ژمی یې تېر کړ او په یوه ناوړه اقتصادي وضعیت کې له ناڅرګند راتلونکي سره ژوند کوي، د خپلو پام وړ بشري مرستو برابرولو ته دوام ورکوو.»

د اروپایي ټولني ځانګړي استازي د سرپرست حکومت له لوري د ښځو د زده‌کړو، کار او سفر د حق  په برخو کې د محددیتونو پر لګول کېدو نیوکه وکړه او او زیاته یې کړه: «موږ دغه راز په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر ګډون د محدودیتونو لګېدو شاهدان وو، موږ نه‌دي لېدلي چې کومه ښځه دې په حکومت کې پر لوړ مقام ټاکل شوې وي، خو دا مو لېدلي چې په ځينو وزارتونو کې یو شمېر ښځې له خپلو دندو لرې شوې او یا هم ترې غوښتل شوي  چې په خپلو کورونو کې کېني.»

نیکولسن زیاتوي: «موږ بې‌پرې پاتې کېږو او په تېر حکومت کې هم بې‌طرفه وو او دا په ټوله نړۍ کې زموږ د کار بنسټ دی.»

هغه په خپلو خبرو کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ خو ويې ویل، معنا یې دا نه ده چې د تېر حکومت مشران دې بېرته ستانه شي چې واګې په لاس کې واخلي.

Visits: 1285

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.