Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستیال وايي چې د ولایتونو ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د بېسرپرسته ماشومانو لپاره روزنتونونه جوړېږي.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې روان کال د ښار پراختيا، داخلي سړکونو جوړولو، ښاري ښکلا او ښاريانو ته د نورو اسانتياوو برابرولو برخو کې ۳۸ پروژې پلې کېږي.
پکتيا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولين وايي، تېره ورځ پکتيکا ولايت کې د يادې قول اردو د نهمې سرحدي لوا ځواکونو د يوه کشفي راپور پر اساس يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
سېمهییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼډ فرضي کرښه د نښتو مخنیوی په موخه د دواړو غاړو قومي مشرانو ګډې جرګې دوېمه ناسته وکړه.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروالۍ، چاپېريال ساتنې ادارې او خلکو له لوري د ګردېز ښار پاکولو لپاره حشر ترسره شو.
پکتیا کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د پکتیا امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د انسانتښتوونکو یوې شپږکسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې یو کس یې د هغې له منګولو ژغورلی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت سرپرست وايي چې هېواد ته د بېکيفيته توکو واردولو له امله خلک د خوړو برخه کې خونديتوب نه لري.
سېمهییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته د دواړو غاړو د قومي مشرانو یوې ګډې جرګې د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پرېکړې کړې.
یوه حکومتي سرچینه وایي چې تېره شپه د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې پر مهال د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP