Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ماشومانو کې د نسناستې ناروغي په بېساري ډول ډېره شوې ده.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په لومړي ځل د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په «منګل دره» کې د شاعرانو او ليکوالو په ملاتړ د ولایت په کچه مشاعره جوړه شوه.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کاشان اوبو سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په سپارښتنه د دغه ولایت په مرکز پلعلم او د شپږ ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د لوګر د کرنې ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون پنځو ولسوالیو کې ۶۵ شنې خونې جوړوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس له نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلابځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه مشاعره جوړه شوه.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې ۲۵۰ جریب ځمکه پانګهوالو ته د وېش لپاره چمتو ده او ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له دغه ریاست سره د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو او توکو مرسته وکړه.
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د (پرمختیايي خدمتونو د مرستندویې موسسې) له لوري د دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د وزګارو کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پیل شو.
لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمهییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاستهراوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
لوګر کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې ټينګار وکړ چې ناوړه دودونه یوازې د حکومت په هڅو له منځه نه ځي، بلکې ولس هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP