Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
لوګر کې د هېواد د اتو ولایتونو د سلګونه کوچیانو په ګډون په یوه ولسي غونډه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو او ځوانانو ته د زدهکړو زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.
د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د «سفېدسنګ» کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې «د شاعرانو او فرهنګیانو ملاتړ» تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوه.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) د لوګر ولایت له دولتي ښوونځیو سره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، نن یې د پلعلم ښار او خروار ولسوالۍ له شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو د څارنې پرمهال خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې دغه ولایت لپاره د ملي بس شرکت خدمات له لس کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شول.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوؤلین وایي چې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې شاهین لوبډلې وګټله.
لوګر کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «کنجک» سیمه کې د کابل – لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP