پل علم (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې یې شاوخوا ۸۰۰
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت ناروغانو او هغو کسانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه چې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره پیسې تحویل کړې وې او بانکي اوېز لري.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۴ شبکې جوږېږي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، برهکي برک، څرخ، خروار، خوښۍ او ازرې ولسوالیو کې د مخابراتو او انټرنیټي خدمتونو د پوښښ ساحه تر ۸۰ سلنې پراخه شوې ده.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو فعالیت ځنډولی چې له امله یې ۳۲ زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت له لوري ۵۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول چې د زدهکووکو د کتابونو کمښت ستونزه به ۹۰ سلنه ورسره هواره شي.
د لوګر چارواکي وایي، د مرکز پل علم ښار اړوند په «پښتون اباد» سیمه کې دوه کیلومتره کلیوالي سړک د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پلعلم (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، د فوټبال ژمنۍ سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري ۹ او د پوهنې وزارت له لوري ۳ ښوونځي بیا ورغول شول.
لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
پل علم (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل
د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د محمداغې ولسوالۍ د «سرخ اب» اوبو بند له ۲۰ کلونو وروسته یو ځل بیا د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره فعال شو.