پل علم (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې یې شاوخوا ۸۰۰ اړو زدهکوونکو ته د شپږو میاشتو لپاره په وړیا توګه د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروګرام د اړوند ریاست په شخصي لګښت پیل شوی او شاوخوا ۸۰۰ اړو زدهکوونکو ته د انګلیسي ژبې، کمپيوټر، خطاطۍ او د ښوونځي د مهمو مضامینو د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د زدهکړو دا شپږ میاشتنۍ لړۍ د زدهکوونکو لپاره خورا مهمه ده، هغوی باید له رامنځته شوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې د زدهکوونکو شمېر نور هم لوړ کړو.»
د مرکز پل علم اوسېدونکي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پيل شوي یاد پروګرام د هرکلي ترڅنګ، غوښتنه کوي چې د زدهکړې دغه پروګرام دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د یاد ښوونیز پروګرام یوه زدهکوونکي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په وړیا توګه د کمپیوټر او انګلیسي ژبې پر زدهکړو بوخت دی.
هغه زیاته کړه، د زدهکړې دغه پروګرام ګټور دی، ځکه ډېر زدهکوونکي د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې زدهکړې نه شي کولای.
نوموړی وايي، د زدهکړو ورته پروګرامونه دې په ولسوالیو کې هم زدهکوونکو ته پيل شي.
د یادونې ده چې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري به د یاد پروګرام په پای کې زدهکوونکو ته سندونه هم ووېشل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










