Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ولسمشر اشرف غني د کابل ددشت برچي چاودنې په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د قدر په شپو کې هم د بې ګناه هیوادوالو له وژلو لاس وانخیست.
د امریکا د دفاع وزارت پلان لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د افغانستان پر ځای په بل یوه هېواد کې وروزي.
په واشنګټن کې امريکايي چارواکو ويلي چې ځواکونو يې په هلمند ولايت کې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.
د اووه سترو اقتصادي هېوادونو سازمان (جي ٧) په يوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان شخړې پر سياسي هواري د ټينګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې د هدفي وژنو او تاوتريخوالي لړۍ دې ژر ژره ودرول شي.
پولیس وایي چې په کابل ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو کې درې امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند یو امنیتي منسوب د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د پوهنتون استاد او د تدارکاتو کمېسيون يوتن کارشناس د ناپېژاندو وسله والو له خوا په کابل ښار کې وژل شوى دى.
رویټرز خبري اژانس د درېیو لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو طالبانو د تېر څه باندې یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو ساتنه کړې ده.
ولسمشر اشرف غني د لوګر بريد غندلو ترڅنګ ويلي چې طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا خصوصي سکتور د کرونا ویروس د درېیمې څپې مبارزې په چارو کې اړین وګاڼه او وایي چې دغه سکتور باید له عامې روغتیا وزارت سره د دغه وایروس په درېیمه څپه کې همکاري وکړي.
د امريکا پوځ مرکزي قوماندانۍ ويلي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو خوندي ايستلو په موخه يې دغه هېواد ته پرمختللی توغندیز سيستم لېږدولى دى.
د پاکستان، امریکا، روسیې او چین استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دویمه ناسته سبا د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP