Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونکو کمښت ته په کتو ولسمشر اشرف غني د حق الزحمه ښوونکو د بېرته ګومارلو وړانديز منلى دى.
په کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې وسله والو غلو د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې یو ځوان وژلی، دغه راز دوه طالبان او دوه امنیتي منسوبین په کاپيسا کې په یوه وسله واله نښته کې وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال صديق صديقي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ته په ځواب کې ويلي چې په خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه او مرستې بندي کړي.
په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر راس وېلسون وايي چې طالبان د جګړې پيلولو مسوولين دي؛ ځکه چې دوى تل پر افغان ځواکونو او ملکي وګړونو بريدونه کړي دي.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې وزیرې او د ملي شورا ښځينه غړو د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ناټو عمومي منشي له ځانګړې استازې مېرمن کلیر هاچینسن او د هغې له ټیم سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ملي امنيت سلاکار وايي چې حکومت د خلکو د ځان، مال، عزت، تاریخ او ابرو د ساتنې او امنيت ټينګښت لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخلي.
ولسمشر غني وايي چې ډېر ژر به د سولې پروسې په اړه سیمه ییزه اجماع جوړه شي او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید د سولې له رامنځته شوي فرصته اعظیمي استفاده وکړي.
د کوچني اختر لومړۍ ورځ نن په ټول هېواد کې د هېوادوالو له خوا د لمانځه په ادا کولو سره ولمانځل شوه.
د بريتانيا لوی درستيز جنرال نیکلاس کارټر وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان د جګړې دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري.
. . .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کابل د دشت برچي د وروستۍ پېښې څېړلو لپاره د حقيقت موندې يو ټېم کابل ته ولېږي، څو له يوناما سره په ګډه څېړنې وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د روژې مياشت کې تر اوسه ٥١٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP