ژبه

ولسمشر: طالبان د قدر په شپو هم د بې ګناه کسانو له وژلو لاس وانخیست

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰) :  ولسمشر اشرف غني د کابل د دشت برچي چاودنې په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د قدر په شپو کې هم د بې ګناه هیوادوالو له وژلو لاس وانخیست.

له ارک څخه د غویي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن مازیګر د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي په دروازه کې د برید په ترسره کولو سره یو شمېر زده کوونکو ته چې نوي یې درسونه پای ته رسولي وو،  مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر اشرف غني د دغه عمل د سخت غندلو پر مهال وویل، طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

هغه د  طالبانو دغه کړنه بشري جنایت او د اسلامي ارزښتونو ضد عمل وباله وې ویل، د طالبانو ډلې آن د قدر په شپو کې چې د قران عظیم الشان د نزول شپه ده،  د بېګناه وطنوالو له وژلو لاس وانخیست.

د ولسمشر په وینا، دغه ډله چې د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جنګ په ډګر کې د مقابلې توان نه لري، په بې رحمانه توګه عام المنفعه ځایونه او د نجونو ښوونځي هدف ګرځوي.

هغه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې د طالبانو دا ډول کړنې بې ځوابه پرېنږدي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله ویاند په یوه ټویټ کې دا برید غندلی او ادعا یې کړې ده، چې پکې لاس نه لري. هغه ویلي، چې دا برید دداعش ډلې کړی.