Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند کشتوز سیمې سلګونه بېځایه شوې کورنۍ – چې له شاوخوا دېرش کلونو خپلمنځي دښمنۍ او نښتو وروسته بېرته خپلو کليو ته ستنې شوې- وایي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو محروم دي او حکومت او نړۍوالې موسسې باید ورسره مرسته وکړي.
د نورستان د لوړو زدهکړو موسسې یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي او پر وخت د بدل اعاشې نه ورکړې له امله شکایت لري او له مسوولینو یې د حل غوښتنه کوي.
یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي د اسعداباد – پارون لویې لارې له خرابوالي شکايت کوي او وایي چې نورستان ولایت د ملي پارک په توګه پېژندل شوى او بايد سړک يې په اساسي ډول ورغول شي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي، د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.
د غزني ځایي چارواکي وایي، نن د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه شوي دي.
پارون (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د پوهنې سرپرست وزير مولوی حبیبالله اغا په نورستان کې د جهادي مدرسې په پرانيستغونډه کې ویلي چې د دیني
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۵ ميلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې چې پکې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.
د نورستان مسوولین په ټولنيزو رسنیو کې د خلکو له خوا د يوې يږې د نيولو کېدو خپور شوی انځور پخوانی بولي او وايي، اوسمهال خلکو ته د حیواناتو د نه نیول کېدو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د نورستان چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پروژو چارې پیل شوې.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې نږدې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکي بیا له حکومته غواړي چې په بدیل کې یې له بزګرانو سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP