پارون (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د پوهنې سرپرست وزير مولوی حبیبالله اغا په نورستان کې د جهادي مدرسې په پرانيستغونډه کې ویلي چې د دیني مدرسو نصاب کې يې عصري مضامینو ته هم ځای ورکړی او د ښوونځیو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه لري.
په نورستان کې نه یوه لویه جهادي مدرسه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه؛ په دغو مراسمو کې د پوهنې وزيرشيخ حبيبالله اغا، د امربالمعرف او نهي عنالمنکر سرپرست وزير شيخ خالد حنفي، د نورستان والي شيخ شیراحمد حقاني، د یو شمېر ادارو مسوولينو، علماوو او ولسي خلکو ګډون کړی و.
د پوهنې سرپرست وزير مولوی حبیبالله اغا یادې غونډې په خبرو کې وويل: «د اسلامي امارت برکت دی چې موږ په نورستان کې په پوره امن او ډاډ سره د يوې سترې جهادي مدرسې پرانيسته کوو، دا هر څه د جهاد او سرښندنو برکت دی، په ټوله معنا اسلامي نظام جوړ دی او ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ده، نو موږ ته لازمه ده چې د اسلامي امارت په کلکه ملاتړ او د پرمختګ لپاره يې په ګډه کار وکړو.»
هغه زياته کړه، د يوې مدرسې او تعليمي مرکز په جوړېدو سره د زندان دروازه تړل کېږي؛ ځکه چې ټول د الله تعالی پر دين، په ښو او بدو پوهېږي.
د پوهنې سرپرست وزير وویل چې د ديني علومو ترڅنګ مو په مدرسو کې عصري علوم هم ځای پر ځای کړي چې هغه هم يو مهم ضرورت دی؛ زموږ د مدارسو ترڅنګ ښوونځيو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه ده.
همدارنګه غونډې ته د امربالمعرف او نهي عن المنکر او د شکایتو اورېدو سرپرست وزير شيخ خالد حنفي وويل، د جهادي مدرسو لپاره د مشرتابه او د پوهنې وزير ځانګړې پاملرنه لري نو په همدې خاطر يې د وزارت په چوکاټ کې د جهادي مدرسو لوی رياست رامنځته کړی دی.
هغه زياته کړه: «ياده مدرسه د نورستان لپاره يو لوی نعمت دی چې په دې کې به راتلونکی نسل د دين، قران او احادیثو په رڼا کې روزل کېږي او ټول ولس ته مبارکي وايم، د اسلامي امارت مشرتابه او پوهنې وزارت له مسوولینو ډېره مننه کوم چې په نورستان کې يې جهادي مدرسه پرانيسته.»
دغه راز د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي ریيس شيخ عبدالواحد خبرې وکړې او زياته یې کړه چې د يادو مدرسو بنسټ د اسلامي امارت بنسټګر ملامحمد عمر مجاهد ايښی و چې دوی هم په هماغه پله روان دي.
نوموړي زياته کړه، د نورستان مدرسې ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او د نورو ولايتونو له مدارسو سره توپير لري؛ دلته به د لويې او وړې دورې ترڅنګ په ټيټو درجو کې هم درس ويل کېږي.
په دې غونډه کې د نورستان والي شيخ شیراحمد حقاني وویل چې استادان او مدرسان دې په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره زدهکوونکو ته درسونه ووايي، طالب العلمانو ته يې سپارښتنه وکړه چې له وخت سمه ګټه واخلئ او په ډېر کوښښ سره خپل درسونه ووايي چې په راتلونکي کې ترې ستر عالمان جوړ شي.
والي زياته کړه، اسلامي امارت تعليم او زدهکړو ته په پوره معنا ژمن دی او ملاتړ ترې کوي، هغه که عصري تعليم دی او که ديني تعليم.
نوموړي د پوهنې له وزیره وغوښتل چې نورستان ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي په تېر کې يې خدمات په نشت حساب وو او تعليمي بهير په کې صفر و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










