ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د کامدېش سلګونه بېځایه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي

د نورستان د کامدېش سلګونه بېځایه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
20 Jun 2023 - 14:32
د نورستان د کامدېش سلګونه بېځایه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
20 Jun 2023 - 14:32

پارون (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند کشتوز سیمې سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ – چې له شاوخوا دېرش کلونو خپلمنځي دښمنۍ او نښتو وروسته بېرته خپلو کليو ته ستنې شوې- وایي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو محرومې دي او حکومت او نړۍوالې موسسې باید ورسره مرسته وکړي.

د کشتوز دغه اوسېدونکي وايي، د دغې سیمې د دوو قومونو ترمنځ له نږدې دېرشو کلونو راهیسې د اوبو سربند او څرځایونو پر سر دښمني رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې يې له دواړو غاړو یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، درې لوى کلي په بشپړ ډول وسوځېدل، ځمکې شاړې شوې او سلګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.

دوی وایي، په دې وروستیو کې د نورستان ولايتي ادارې پر هلوځلو او ځانګړې پاملرنې د دواړو قومونو ترمنځ روغه جوړه وشوه؛ د کشتوز خلک بېرته خپل ويجاړ کلي ته راستانه شول او د دوى په خبره، ژوند يې له صفره پيل کړ.

د کامدېش ولسوالۍ د کشتوز سیمې اوسېدونکى مولوي عزير قريشي وايي، په سيمه کې یې د نورو ستونزو ترڅنګ، د ناچاوده ماينونو شتوالی هم هر ساعت د خلکو ژوند ګواښي.

د هغه په خبره، تېره مياشت د يوه ماين چاودنې پېښه کې د دوى د کلي درېیو ماشومانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړل او معلول شول.

نوموړی زیاتوي: «موږ په وار وار له حکومت او ماين‌پاکۍ موسساتو غوښتنه کړې ده چې زموږ سيمه له ناچاوده توکو څخه پاکه کړي، خو تر اوسه يې چا غم نه دى کړى.»

د یادې سيمې بل اوسېدونکى عنايت‌الرحمن رحماني وایي، په کشتوز سیمه کې نږدې درې سوه کورنۍ تر   خيمو لاندې ژوند کوي او د سرپناه ترڅنګ، د څښاک پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو او ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

د هغه په وینا، په سيمه کې یې د سړک نشتوالی هم دوی له ستونزو سره مخ کړی او د خوراکي توکو په لېږدولو کې خلک له کړاو سره مخ دي .

د کشتوز يوه بل اوسېدونکي بشيراحمد جلالي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې له دوى سره شوې د حکومت او موسسو له خوا ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې او که په راتلونکو درېیو مياشتو کې یې ستونزو ته پاملرنه ونه شي، نو په راتلونکي ژمي کې به خلک له جدي ګواښ سره مخامخ شي .

جلالي زياتوي، ځینو مرستندويه موسسو د يادې سيمې یو شمېر خلکو ته د شلټرو (کورونو) د جوړولو ژمنې ورکړې وې، خو تر اوسه يې هيڅ درک نشته .

د هغه په خبره، د دوى ځمکې او ويالې په تېرو کلونو کې ويجاړې شوې دي، د سربندونو او ويالو رغول د ولس له توان څخه پورته دي چې بايد حکومت او مرستندويه موسسې ورته پاملرنه وکړي .

په ورته مهال، د نورستان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سميع‌الحق حق‌بيان هم د کشتوز سيمې د خلکو ستونزې تایيدوي، خو زياتوي چې ولايتي ادارې په وار وار له نړۍوالو موسسو سره ناستې کړې او مسوولینو يې هم خلکو ته د سرپناه جوړولو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده خپله کړې .

هغه وايي، دوى د کډوالۍ برخې له نړۍوالو ادارو سره په ګډه هڅې کوي چې د کشتوز جګړه‌ځپلو خلکو ته د سرپناه او نورو ستونزو حل‌لارې ومومي .

بلخوا، د نورستان د کډوالو چارو آمر مولوي دين‌محمد مستغني هم وایي چې په کشتوز سيمه کې سږ کال نږدې څلور سوه کورنۍ ځاى پر ځاى شوې دي او دوى له نورو همکارو موسسو سره په همغږۍ دغو کورنیو ته خيمې او ځيني اړين توکي ورکړي دي.

هغه زیاتوي چې یادو خلکو ته د سرپناه جوړولو په برخه کې تر اوسه پرمختګ نه دى شوى.

د مستغني په خبره، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو‌ان‌ایچ‌سی‌آر) او اکټيډ نړۍوالو سازمانونو او موسسو څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د سرپناه جوړولو ژمنه ورکړې ده، خو عملي شوې نه ده او دوى هيله لري چې يادې ادارې پر خپلو ژمنو عمل وکړي .

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.