د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د هلمند د دوو ولسوالیو له روغتونونو سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وشوه.
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې دوه کسان د ۹۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د لس ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
د ماليې وزیر ملا عبدالناصر اخند نن هلمند ته د خپل سفر پر مهال له بست تصدۍ څخه لیدنه وکړه او د تولیداتو لپاره یې د بازار پيدا کولو ژمنه وکړه.
د هلمند د خبریالانو اتحادیې استازو او ځینو خبریالانو د هلمند له والي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او هغه د حل ډاډ ورکړی دی.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.
هلمند کې سېمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱۲۷ زره امریکایي ډالرو په لګښټ څلورو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند بست ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې لپاره د څه باندې ۹ میلیون افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د څه باندې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او د یوې بلې چارې پيل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ کې نن له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله کمپ جوړېدو چارې پيل شوې.