هلمند کې مسوولین وايي، که اصناف او سوداګر له دوو میاشتو وروسته پر بهرنیو پيسو راکړه ورکړه وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د پاکولو په موخه د ۲۵۰ ځوانانو له خوا عمومي حشر وشو.
د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
. . .
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ډاکټرانو ۴۰ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته يې شفري نسخې ورکولې.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د بېکیفیته تېلو د پلور له امله څلور پمپونه تړل شوي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مارجې کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څه باندې څلور کاله مخکې یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې څلور غړي له لاسه ورکړي او شپږ نور ټپیان شوي وو، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې اسلامي امارت او رسنۍ یې دې غږ تر نړۍوالې محکمې ورسوي.
هلمند کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږ موټره اوسپنې قاچاق مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.
لښکرګاه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۳۰ نوي روغتيايي