د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور ۷ کسان نيول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هلمند سیند اوبو کې د ډوب شوو دوو کسانو مړي موندل شوي دي.
په هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بستکلا او د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګي سيمه کې د دوو چکډیمونو جوړېدو کار پيل شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ ( UNHCR ) له خوا د دغه ولایت زرو بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستې وېشلو لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي، په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د پوځي مهماتو او نشهیي توکو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي دي.
. . .
د هلمند حکومتي مسوولين وايي، د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې، هلمند سیند کې د لامبو پر مهال درې کسان اوبو ډوب کړي چې مړي یې موندل شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې څلور کسان پاکستان ته د مس او اوسپنې د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په دوو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې يو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا پر ۵۰۰ بېوزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.